کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ وری، ۱۴۰۱ل)
د کابل امنیه قومانداني وایي، چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې شپږو ملکي وګړو ژوند بایللی او د اسلامي امارت د درې سرتېرو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو ځانمرګی بریدګر د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو.
ځدراڼ زیاتوي، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو هم چاودنه کړې ده.
د ویلو ده چې تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې د دا ډول بریدونو مسؤلیت داعش ترهګرې ډلې منلی و.


















