پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ملي يووالی مو د بقا او استحکام ضامن دی…!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2023
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
407
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

ملي يووالی د يوه هيواد د پرمختګ، سرتاسري امنيت او استحکام لپاره بنسټيز اصل دی، هغه ملتونه چې د ملي يووالي روحيه او انګيزه يې غښتلې وي، تر نورو هغو، چې له دې نعمت څخه برخمن نه دي، ډېر هوسا او مترقي ژوند لري.
د يوه هيواد په جغرافيايي جوړښت کې ګڼ شمېر قومونه او په بېلابېلو ژبو غږېدونکي خلک اوسیږي، طبيعي ده، چې ددې خلکو کلتور، ادب او د ژوند تېرولو اصول او کړنلارې به هم بېلابېلې وي، خو په ملي مسايلو کې بايد ټول يو ليدلوری ولري او ملي ارزښتونه بايد ټولو ته يو شان محترم او د قدر وړ وي.
زموږ لرغونی او تاريخي هيواد هم د بيلابيلو نژادونو له اتباعو جوړ دی، هيڅ قوم له بل لوړ نه دی او نه هم د يو قوم وګړي د نورو په پرتله په وسائلو او امتيازاتو کې د لويې برخې خاوندان دي، ټول قومونه د همدې هيواد د بدن غړي دي او د هر يو په درد او تکلیف سره هيواد متضرر کيږي.
د غربي ښکيلاکګرو له شل کلن تاړاک وروسته اوس الحمدالله هيواد ازاد دی، فساد تر ټولو ټيټې کچې ته راکښته شوی، د هيواد ټولو وګړو ته له قومي، سمتي او ژبني توپير پرته پر يوه سترګه کتل کيږي، مرکزي حکومت حاکم دی او امنيت هم د پخوا په پرتله ډېر ښه دی.
خو اوس هم ځينې پردي پاله او د پرديو استخباراتي ادارو لپاره کارکونکي داسې ګنګوسې او تبليغات کوي، چې ګويا د افغانستان اسلامي امارت ټولو وګړو ته د يو ډول حقونو د ورکولو ژمنتيا نه لري.
دښمن غواړي په دغسې فعاليتونو او کړنو سره د افغان ملت ملي يووالی له منځه يوسي او دلته يو ځل بيا د تجزيې له کاره لوېدلې نظريه تغذيه کړي.
ددې لپاره چې د دغو خلکو هڅې له منځه یووړل شي او هيواد مو تل يو موټی او متحد پاتې شي د مخنيوي، ولس د ملي يووالي ټينګښت ته هڅول يې تر ټولو غوره او لنډه لار ده او موږ کولی شو، چې له دې لارې په ډېره لنډه موده کې او د تل لپاره ثبات ته ورسيږو.
د ملي يووالي د ټينګښت لپاره حکومت، سياسي شخصيتونه ځينې مکلفيتونه لري، چې بايد ترسره يې کړي:
حکومت مکلف دی چې د نظام په جوړښت کې د وړتيا، ظرفيت او مسلک پر اساس د هر قوم او ژبې خلکو ته ونډه ورکړي. له هر ډول تبعيض پرته اړتيا او امکاناتو ته په پام سره د هيواد په ټولو سيمو کې پراختيايي پروژې عملي کړي. هر افغان ته د زده کړو او روزګار زمينه مساعده کړي، د ملت تر منځ د يووالي نقاط غښتلي او د بيلتون هغه له منځه يوسي او په تعليمي نصابونو کې د ملي يووالي پر اهميت او ارزښت ليکل شويو مضامينو ته ځای ورکړي.
دغه راز ديني عالمان ، سياسي او ټولنيز شخصيتونه هم دنده لري، چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجيح ورکړي، ملت کې د يووالي او اتحاد لپاره کار وکړي او د وګړو د سياسي شعور او هيواد سره د مينې سطحه لوړه کړي.
که چېرې موږ هر يو د ملي يووالي په برخه کې خپل رسالت په سمه توګه سر ته ورسوو، تر ټولو غښتلی او متحد ملت کېدلی شو او بيا به د ټول عمر لپاره ان شاء الله تعالی د يو باثباته، غښتلي، په خپلو پښو ولاړ او پرمختللي هيواد درلودونکي يو.

لوی ټکي: بقاضامنملییوالی
مخکینې مطلب

جاپان د واکسینو او پاکو اوبو ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې له افغانستان سره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه

بل مطلب

کابل چاودنه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com