د کابینې پرېکړه؛ د لویو لارو په هر سل کیلومترۍ کې دې یو باب جومات جوړ شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د کابینې ۲۹مه غونډه کې پرېکړه شوې چې د لویو لارو په هرو سل کیلومترو کې یو باب مسجد جوړ شي.

کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخې په هرو سلو کیلومترو کې یو باب مسجد چې د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.

د کابینې د پرېکړې له مخې، د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون دې د لویو لارو پر سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.

په ورته مهال د کابینې په غونډه کې کابل ښار کې د نوو جوماتونو د جوړولو پرېکړه هم وشوه.

په همدې موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې مناسب ځایونه مشخص او څېړنه دې د کابینې له ناستې سره شریکه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button