کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۲ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سعودي عربستان یو دپلوماتیک پلاوی تهران ته رسېدلی چې وروسته له اووه کالو بیا د خپل دپلوماټیک ماموریت په پرانستلو خبرې وکړي. د سعودي عربستان دپلوماتان وروسته له هغې تهران ته ځي چې په روانه اونۍ کې په چین کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بې سارې کتنه وکړه او دوی تیره میاشت د دپلوماتیکو اړیکو په بیا رغولو موافقه وکړه. د سعودي رسمي خبري اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د شنبې د ورځې دغه سفر د چین په منځګړیتوب د مارچ په لسمه د دواړو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د درې اړخیزې موافقې د پلي کولو یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې خړې پړې شوې اړیکې بېرته ورغوي. د منځني ختیځ دغو دوو اوږدمهاله سیالانو اوس ژمنه کړې چې په ګډه کار وکړي.

















