کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، شمالي کوریا د يو داسې نوي بین بالستیک توغندي د آزمایلو خبر ورکړی چې جامد سون مواد پکې کارول کېږي.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د دې هیواد مشر کیم جونګ اون پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) د Hwasong-۱۸ توغندي آزمایښت څخه ليدنه وکړه.
راپور کې راغلي چې ياد توغندي د اتومي برید ته ځواب ویلی او د بریدونو مخنیوي لپاره د شمالي کوریا ستراتیژیک چمتوالی لا پياوړی کوي.
شمالي کوریا تر دې وړاندې درې ځلې د بین القاوري توغندیو آزمایښتونه کړي و خو په هغو ټولو کې اوبلن سون مواد کاريدل، خو دا لومړی نوی ډول دی چې جامد سون مواد پکې کارول کېږي.
د شنونکو د معلوماتو پر بنسټ، د دې وسلو موجودیت پیونګ یانګ ته دا وړتیا ورکوي چې په چټکۍ او له وړاندوینې پرته داسې توغندي وار کړي چې متحده ایالات پرې هدف ګرځولای شي.
د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا د توغندي دا آزمایښت غندلی او د سپينې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا آزماښت ” بې ځایه جنجالونه پیدا کوي او په سیمه کې امنیتي وضعیت بې ثباته کوي”.

















