کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د دوبۍ د ملکي استوګنې یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
ياده اورلګيدنه د الراس په نوم هغه سيمه کې شوې چې تر ډېره بهرني کاریګر او کاروباریان پکې استوګن دي.
اورلګیدنه په څلورم پوړ کې رامنځته شوه او ځايي رسنيو ليکلي، چې په وژل شویو کې ۴ هندي او ۳ پاکستان وګړي هم شامل دي.
د دوبۍ د بیړنیو پېښو ادارې ویلي دا اور ځکه لګېدلی چې د ودانۍ د امنیت او خوندیتابه پر اصولو عمل نه دی شوی.
تر اوسه د دغو څېړنو په لړ کې د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړ شوی، خو پوليس وايي په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.


















