د پخوانۍ ملي پخلاینې عالي شورا سلګونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل)
د چارو ادارې د لوی رياست د راپور له مخې، د پخوانۍ ملي پخلاینې د عالي شورا سلګونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شوي دي.
يادې ادارې په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمیسیون د پرېکړې پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د پخوانۍ ملي پخلاینې عالي شورا (۵۹۱) تنو ته د هغوی پاتې شوي معاشونه ورکړل شول.
راپور کې راغلي، نن دوشنبه د رمضان المبارک ۲۶مه، په همدې اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د یادې ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله ويلي، اسلامي امارت د یو مسؤل نظام په حیث د ټولو لغوه شویو ادارو د کارکوونکو اړوند نېک نظر لري.
نوموړي زياته کړې، هڅه روانه ده چې د لغوه شویو ادارو له متخصصو او با تجربه کارکوونو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.
د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو د پاتې شویو معاشونو د وېش لړۍ له دې وړاندې پیل شوې وه، چې نن د ملي پخلاینې عالي شورا کارکوونکو ته د وېش لړۍ ورسېده.



