کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، ډيورنډ کرښې هغې غاړې په تورخم کې د غره ښويدو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
ځايي رسنيو تر اوسه دوه کسان مړه شوي او ویل کېږي ۸ تنه نور ټپيان شوي دي چې روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي.
پاکستاني چارواکو وايي، دواړه وژل شوي کسان افغانان دي.
په ځينو لويو موټرو کې اورلګيدنه هم رامنځته شوې او ځينې لارۍ د خاورو او ګټو لاندې شوي چې د لاريو ترڅنګ مالونو ته هم زيان رسېدلی دی.
دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.
ويل کېږي چې په ياده پېښه کې ممکن چې شاوخوا شل ګاډي تر تېږو او خاورو لاندې شوي او زيانمن شوي وي.