د مهربانه عراقي ډاکټر کیسه
حامد افغان
دا سړی د عراق یو ډاکټر دی، دكتور عبدالرزاق ترف الجبوري، نومیږي، کیسه او انځورونه یې د خواله رسنیو عرب کاروونکو راخیستي دي، نوموړی زیات مراجعین لري، خو غریبو ناروغانو سره یې د مرستي یوه په زړه طریقه خپله کړې ده، هغه داسې چې د درمل اخیستلو لپاره غریبانو ته د ځانګړو درملتونونو نومونه ورښیي او ورته وایي فلان درملتون ته ورشه! هغه به په ډېر ښه نرخ درمل درکړي، ناروغ چې ورشي، درملتون مثلاً د زر افغانیو درمل په پینځه ویشت یا شل افغانۍ ورکړي! ناروغ په دې ارزانه نرخ ډېر خوشاله شي. ډاکټر الجبوري د میاشتې پای کې په دې درملتونونو ګرځي او د غریبانو د درملو پیسې ورکوي.
د سیمي خلک له ډاکټره زیات خوشاله دي، هغوی وایي: ډاکټر دا ستر انساني کار په مکمله خاموشي سره سرته رسوي، په دې اړه نه رسنیو سره خبرې کوي، نه بل ځای په دې اړه چا سره څه وایي او غریبانو سره دا ابرومندانه مرستې په پټه خوله جاري ساتي. الله دې موږ کې هم داسې مهربانه ډاکټران او د خیر خلک پیدا کړي.