کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د تورخم د روازه د پاکستان له خوا افغان مسافرو ته په تذکرو خلاصه شوه.
چارواکي وايي، چې اوس هغه مسافر چې ویزه نه لري کولای شي په تذکره خپل هیواد افغانستان ته راواوړي.
په تورخم کې يو تن مسوول وايي، نن هم يو شمېر افغانان چې پاسپورټونه يې نه لرل او په تورخم کې بند پاتې و، تر ياد اعلان وروسته په خپلو تذکرو هېواد ته راواوښتل.
نوموړی زياتوي، هر هغه افغان چې غواړي خپل هېواد ته راشي نو بايد خپله اصلي تذکره ولري.
تراوسه معلومه نه ده، چې دا لړۍ به همداسې روانه وي او که يواځې تر کوچني اختر پورې به دوام وکړي.


















