د اسلامي نظام والي او قوماندان !
امیرالمومنین حضرت عمر رض یو مهال د شام حمص ولایت ته سفر وکړ خلک ورته راغونډ شول ،امیرالمومنین خلکو ته وویل چې د خپل ښار د فقراوو لست راکړی چې مرسته ورسره وکړو،خلکو لست ورکړ ،امیرالمومنین لست کاته چې د سعید بن عامر نوم په کې راغی ،خلیفه و پوښتل دا سعید بن عامر څوک دی؟ خلکو وویل زمونږ والي !
امیرالمومنین وپوښتل چې ولې هغه تنخواه باندې څه کوي خلکو ورته وویل چې هغه ټوله پر بیوزلو خلکو ویشي، دې خبرې سره د امیرالمومنین اوښکې بهیږي او زر دیناره د کور د لګښت لپاره ورلیږي.
والي حضرت سعید بن عامر هغه پیسې هم پر بیوزلو ویشي او وایي چی د دنیا فتنه په کور کی نه ساتم…..
بل مهال حضرت عمر رض د اسلامي لښکرو د لیدو لپاره د شام سرحداتو ته ځي ، لښکر ته رسیدو سره د قوماندان خیمې ته رهنمایي کیږي ، ستر صحابي د امت امین حضرت ابوعبیده بن جراح د پوځ قوماندان دی خو خیمې کې شتون نلري او د لښکریانو د چارو سمبالتیا لپاره له خیمې وتلی و، غرمه کیږي امیرالمومنین ته ویل کیږي چې د ډوډی وخت دی ډوډی به راوړو، امیرالمومنین ورته وایي هو رایې وړی، مجاهد پوښتنه کوي د جنګیالیو ډوډۍ که د قوماندان ډوډۍ؟ امیرالمومنین پوښتنه کوي آیا د دوي په ډوډۍ که هم توپير شته ؟ سرتیری ورته وایي هو کې، امیرالمومنین فرمایي د مجاهدینو ډوډۍ راوړی، شیبه وروسته ښوروا غوښه او ډوډۍ راوړل کیږي ،امیرالمومنین کاسې ته ګوري بیا وایي چې د قوماندان ډوډۍ هم راوړۍ، مجاهد ځي او دا ځل د شړومبو یا تروو یوه کاسه او وچه ډوډۍ د امیرالمومنین مخې ته ږدی.
امیرالمومنین غږ کوي ستاسو قوماندان همدا خوري هغوی ورته وایي هوکې د قوماندان خوراک مو همدا ده ، امیرالمومنین سخت تر تاثیر لاندې راځي او په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیږي وایي خدای دې پرتا رحم وکړي ای ابوعبیده په رښتیا چې ته د دې امت امین یې……………
که رښتینی اسلامي نظام جوړول غواړو نو دا یې د والي او قوماندان ځانګړتیاوې دي !!!
او که د ځان لپاره آسانتیا او انعطاف زغملای شو بیانو راځۍ چې د دې ځوریدلي ملت لپاره هم په ټولو چارو کې آسانتیاوې وزغمو……
مبارک حدیث کې راغلي :
لایومن احدکم حتی یحب لاخیه ما یحب لنفسه !!!


















