کابل ټکی کام ۲۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ایهود اولمرت چې له د ۲۰۰۶م کاله څخه تر ۲۰۰۹م کاله پورې د اسرائیلو لومړی وزیر وو، په ۲۰۱۴م کې د مالي فساد په تور محاکمه کړی شو، د نوموړي د قید سزا ۶ کاله اعلان شوه، او بیا وروسته د سترې محکمې له لورې ۱۸ میاشتو ته راښکته شوه.
د سي.ان.ان ټلویزیون راپور ور کړی دی چې نوموړی نن دوشنبه به زندان ته واستول شي.
دا چې دا د اسرائیلو لومړی ځل دی، چې وزیر یې زنداني کیږي، نو له کبله یې ده ته یو ځانګړی ځای جوړی شوی دی تر څو پکې نوموړی د زندان یاده موده تېره کړي.















