کابل ټکی کام ۲۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ په رالېږل شوی پیغام کې ویلي دي چې د دوی د جنګیالیو له لورې نن سهار د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په پل مؤمن سیمه کې د افغان عسکرو پر یوه قرارګاه کارنده برید ترسره شو.
مجاهد وايي، د برید په پایله کې د ۱۸ عسکرو د وژل کېدو تر څنګ د دوی ۳ تنه جنګیالي هم وژل شوي، او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د مجاهد له قوله چې د مرکز ډېره برخه یې له منځه وړې ده، او ګڼې درندې او سپکې وسلې یې ترې لاسته راوړي دي.
















