کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ثور، ۱۴۰۲ل)
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د سوډان د پخواني ولسمشر “عمر البشیر” نیږدې ملګري له زندان څخه په وتلو توانیدلي دي.
د راپورونو له مخې د عمر البشیر د ملګرو له ډلې تر اوسه د “احمد هارون” نوم رسنیز شوی، د خرطوم له کوبر زندانه وتلی دی.
نوموړی د سوډان په یوه تلویزیون را څرګند شو او وویل، د مخکیني ولسمشر عمر البشیر د واکمنۍ یو شمېر چارواکي له زندانه وتلي دي.
دا چې خپله عمر البشیر دمګړۍ چیرې دی، په دې اړه معلومات نه شته.
خو په یاد زندان کې احمد هارون د سوډان له پخواني ولسمشر عمر البشیر سره یوځای بندي و.
د ویلو ده چې په سوډان کې د روانې اپریل میاشتې له ۱۵ مې نېټې د سوډاني پوځ او د یوې سیالې نیمه پوځي ډلې ترمنځ د واک پر سر د اختلاف له کبله خونړۍ جګړې روانې دي چې تر دې دمه پکې ۵۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.


















