کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ثور، ۱۴۰۲ل)
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د مې میاشتې د څوارلسمې نېټې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کمپاینونه د روغتیایي دلایلو له کبله پرون او نن درولې دي.
اردوغان ویلي د خپلو ډاکترانو په مشوره په کور کې استراحت کوي.
وروسته د اردغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال مشر “ارکان کندمیر” څرګنده کړې، چې اردوغان به نن د ویډیو له لارې د سویلي مرسین ولایت د “اکویو” اټومي بټۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.
نظرپوښتنې ښيي، چې د ترکیې اسلامپال ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د خپل سیکولر سیال په پرتله مخکې ښکاري؛ خو بیا هم یادې ټاکنې د اردغان لپاره چیلنج ګڼل کېږي اردغان له تېرو دوه لسیزو راهیسې په واک کې دی او ترکي ولس ته یې د پام وړ خدمتونه کړي دي.