افغان حکومت: د اساسي قانون جوړولو پر طرحې کار روان دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ثور، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت وياند وايي چې اوس مهال حکومتولي د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کېږي او د اساسي قانون پر طرحې کار روان دي.ښاغلي ذبيح الله مجاهد طلوع‌نيوز ته ويلي چې اسلامي امارت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دي.ښاغلي مجاهد زياته کړې: (( د قانون موضوعګانې هم مهمې دي او انشاالله پر هغه هم کار روان دی او کرار کرار يې په لوري روان يوو، خو هغه شيان چې په لومړيتوب کې دي، پر هغه تمرکز دی.)) بل خوا، د سياسي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې اساسي قانون يوه اړتيا ګڼي.حقوق‌پوه عبدالشکور دادرس وايي: (( په يوه ټولنه کې اساسي قانون ته د هوا او اکسېجن په توګه اړتيا ده.)) د سياسي چارو شنونکي زلمي افغانيار هم څرګندوي: (( د واکمنۍ لپاره د اساسي قانون شتون تر ټولو مهم اصل دی. هيله لرو چې د شريعت قانون پر بنسټ، اساسي قانون جوړ شي.))

مربوطه مطالب

Back to top button