کابل ټکی کام (شنبه، ۹ ثور، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د سوډان د پلازمینې خرطوم په ګډون د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د سوډاني پوځ او سیالې ملیشې ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي د یاد هیواد د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
جګړو هغه مهال زور واخیست چې کله درې ورځنی اوربند پرون غرمه په ځایي وخت ۱۲ بجې پای ته ورسېده.
د سوډاني پوځ سیالې ملیشې یا د چټک غبرګون ځواکونو یوه ویاند “العربیه تلویزیوني” شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د خرطوم د نړیوال هوایي ډګر په ګډون ګڼ شمېر مهم پوځي او ملکي تأسیسات نیولي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
په همدې حال کې د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د کمښت، د برېښنا د پرچاوۍ او د تېلو د لوړو بیو له کبله زرګونه کسان له پلازمینې خرطوم او شاوخوا سیمو څخه نورو خوندي ولایتونو ته تښتېدلي دي.


















