کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ ثور، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې په سوډان کې جګړه څلورمې اونۍ ته داخله شوه، پرون هم هوايي بریدونو د دغه هېواد مرکز خرطوم ښار ولړزاوه. عیني شاهدان وايي، پرون سهار جنګي الوتکو د خرطوم پر بېلابېلو برخو بمباري وکړه او مخابراتي شبکه وايي، ټول خدمات یې ټکني شوي دي. د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشهوو د قوماندان محمد حمدان دقلو ترمنځ د جګړو له پیل سره په سلګونو کسان وژل شوي دي. که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ پر څو لنډمهالو اوربندونو موافقه شوې ده، خو له هغوی څه سم دلاسه سرغړونې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس په وینا په سوډان کې د وژل شویو شمېر لږه تر لږه ۷۰۰ او د ټپیانو زرګونو ته رسېدلی دی.


















