ترکيه دې بې اردوغانه نشي.!

م. جميل باور
د روانې مې مياشتې په ۱۵ مه نېټه په ترکيه کې پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي، چې د عدالت او پرمختګ ګوند رهبر او اوسنی ولسمشر “رجب طيب اردوغان” او سيال يې سيکولر نوماند “کمال کلچيدار اغلو” به پکې سيالي وکړي. د اوس لپاره ولسمشر اردغان مخکښ ښکاري او ټاکنيزو غونډو ته يې هم سلګونه زره کسان ورځي؛ ترڅو د هغه چا وينا واوري او له راتلونکو پروګرامونو يې ځانونه خبر کړي، چې په خپله شل کلنه واکمنۍ کې یې ترکيه له ځمکې اسمان ته پورته کړه، د بې پيلوټه الوتکو، جيټ الوتکو، چورلکو، د لرې واټن ويشتونکو توغنديو او جنګي بيړيو په ګډون ډول ډول پرمختللې وسلې یې جوړې او د خپل ولس په واک کې ورکړلې.
دغه راز يې ترکيه د امريکا او اروپا له احتياجه وژغورله، د کانونو پر استخراج يې کار وکړ، ګاز يې ټول هيواد ته ورسول او بېلا بيلې پروژې يې پلې کړې. ان په سمندر کې يې هم د تېلو ذخيرې کشف او خپل ولس ته ډالۍ کړلې.
د ولسمشر اردوغان کورنی سياست:
کله چې په ۱۹۱۹م کال کې “مصطفی کمال اتاترک” د انګريزانو په ملاتړ عثماني خلافت نسکور او سلطان عبدالحميد الثاني يې له هيواد څخه جلا وطن کړ؛ نو د نوې ترکيې د کاذب شعار په بدرګه کولو سره يې جمهوريت اعلان کړ او هغه د چا خبره د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره په کې څو قدمه مخکې هم لاړ، زرګونه علماء کرام يې شهيدان کړل، له جوماتونو يې موزيمونه او د اسونو د تړلو ځايونه جوړ کړل، پر اذان يې بنديز ولګاوه، د عربي ژبې رسم الخط او حجاب اغوستل يې منع کړل، د ترکي ولس په سلو کې نوي یې، چې اکثره يې ځوانان وو، بې لارې کړل او د پاتې لس سلنه بوډاګانو په مړينې سره ترکان يوازې په نامه مسلمانان پاتې شول؛ خو لکه څنګه چې خدای تعالي د خپل دين د ساتلو ژمنه کړې ده په ترکي ولس کې ځينو اسلامپالو د اتاترک او د ده د سيکولر ګوند په وړاندې سياسي مبارزه پيل کړه چې د حکومت له خوا له ځپلو سره سره بيا هم ورځ تر بلې غښتلي شول، د وخت په تيريدلو او د اسلامپالو په کلک هوډ سره “عدنان مندريس رحمه الله” ټاکنې وګټلې او په اصطلاح د نوې ترکېې لومړی اسلامپال لومړي وزير وټاکل شو، چې له ټولو لومړی کار يې د عثماني سلطان عبدالحميد الثاني رحمه الله د کورنۍ بېرته هيواد ته راستنول او ور پسې پر اذان بنديز ختمول و، چې دې پرېکړو يې د ترکيې سيکولر پوځ ته خوند ورنکړ او اعدام يې کړ؛ خو تاريخ يې وګاټه او د اذان د شهيد په نامه ونومول شو. اسلامپالو خپل هوډ ونه بايلل او خپله مبارزه يې لا پسې ګړندۍ کړه چې په پايله کې يې په ۲۰۰۳م کال کې اوسنی ولسمشر “رجب طيب اردوغان” واک ته ورسېده، نوموړی په خپله يوه مرکه کې وايي: «کله چې واک ته ورسېدم حيران وم چې له دين څخه له لرې شوي ولس سره څه ډول رويه وکړم؟ که تيزي وکړم پوځ به مې کار ته پرې نه ږدي، په پاي کې د ترکانو پر نبض پوه شوم چې دوي له هرڅه ډېر د هيواد په پرمختګ خوشحاليږي؛ ما هم همدا لاره ونيوله؛ خو خپل اصلي هدف مې هم له ياد ونه ايست او په تدريج سره مې هڅه وکړه چې له دين څخه لرې شوي ترکان يوځل بيا ديندارۍ ته را مات کړم، نو د لمونځونو، تلاوتونو او… په سر مې ورته جايزې اعلان کړې چې له امله يې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر ورځ تر بلې په ډېريدو شو؛ خو بيا هم له سيکولر پوځ څخه په ويره کې وم چې تل به يې په سياست کې مداخله کوله؛ خو کله چې په ۲۰۱۶م کال کې پوځ پر ما د کودتا هڅه وکړه نو ولسي خلکو او پوليسو کودتا ناکامه کړه چې زرګونه په کودتا تورن پوځيان او جنرالان يې زندانونو ته وليږل شول د پوځ لاسونه له سياست څخه لنډ شول او خپلې اصلي موخې (د هيوادساتلو) ته يې مخه وکړه.»
ور پسې اردوغان ته لاره هواره شوه ګڼ انقلابي فرمانونه يې صادر کړل حجاب يې لازمي کړ، د ايا صوفيا جومات په ګډون يې لسګونه بند جوماتونه خلاص کړل، سلګونه مدرسې او جوماتونه يې ورغول او داسې نور ډير د دين په ګټه کارونه يې وکړل چې چا يې فکر هم نشوای کولي چې د اتاترک په نوې ترکيه کې به دومره ستر تغيرات راځي.
غربيان ولسمشر اردوغان ته د عثماني خلافت د وارث په سترګه ګوري او په خبره يې که اردوغان پاتې شو د ترکيې حکومتي سيستم به يوځل بيا پر خلافت بدل شي، نو ځکه يې په پوره قوت هڅې پيل کړي چې د اردوغان د مخالف سيکولر کانديد ملاتړ وکړي، که غربي رسنيو ته سر ورښکاره کړئ د اردوغان د مخالف کانديد په ګټه داسې تبليغات کوي، لکه د دوی کانديد چې وي.
بهرنی سياست:
د ترکيې د اوسني ولسمشر بهرنی سياست هم له پخوانيو هغو سره توپير لري، ترکيه يې په نړۍ وپيژندله، له اشغالګرو صهيونيسټانو سره يې د فلسطين په قضيه کې ښې په نره ډغرې ووهلې، هرکله چې پر مظلومو فلسطينيانو سختې ورځې راغلي دي په نړيوال سټيج له اخوان المسلمين نړيوال اسلامي غورځنګ سره فکري اړيکې درلودونکي اردوغان يې ښه په نره دفاع کړې ده.
کله چې څو کاله وړاندې په ميانمار کې بودايي مشرکانو د مسلمانانو ټولوژنه پيل کړه لومړي کس اردوغان و، چې د مسلمانانو ژغورلو ته يې ور ودانګل او له ميانمار څخه يې ګاونډي بنګلديش ته د هغوي په ليږدولو کې مرسته وکړه.
په سوريه کې د بشارالاسد د ريژيم له لوري د سُني مسلمانانو د عام وژنې پر مهال ترکيې د اردوغان په هڅو سلګونه زره سوريايي کډوالو ته په خپل هيواد کې پناه ورکړه او ولسمشر اردوغان به بيا بيا د سوريايي کډوالو پنډغالو ته د هغوي د پوښتنې لپاره ورته او هغوي ته به يې ډاډ ورکاوه او ورته ويل به يې چې ترکيه يې خپل کور دي او بې غمه دي په کې اوسي.
کله چې په ليبيا کې د امريکا او ناټو له مرستو برخمنو ياغيانو د ډګروال معمرالقذافي حکومت نسکور کړ او دغه هيواد کې کوڅه په کوڅه د سيالو وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې پيل شوې، جنت ته ورته ليبيا په دوزخ بدله شوه او له څو کلونو سختو جګړو او د زرګونو ليبيايانو له وژنې وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب اوربند رامنځته شو، ټاکنې ترسره شوې او د امريکا او ناټو د فکر خلاف اخوان المسلمين سره تړلو ګوندونو ټاکنې وګټلې او حکومت يې جوړ کړ، نو امريکا د خپل عادت له مخې له قذافي څخه يو پخوانی ياغي جنرال “خليفه حفتر” پر شاه وټپاوه وسلې، ټانکونه ان الوتکې يې ورکړلې نږدې ټوله ليبيا يې ونيوله او مرکزي حکومت يې پلازمېنه طرابلس کې کلابند کړ؛ خو د لبييا حکومت هوښياري وکړه لومړی وزير يې په يو پټ سفر ترکیې ته لاړ، هلته يې له اردوغان څخه د مرستې غوښتنه وکړه ترکانو ورسره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، چې په پايله کې يې زرګونه ترکي ځواکونه چې پرمختللو ډرون او ډول ډول نورو جنګي الوتکو يې بدرګه کوله لبييا ته ننوتل، د حفتر له ملېشو سره يې جګړه پيل کړه او د يوې اوونۍ په موده کې يې ياغيان وځپل او يوځل بيا يې په ليبيا کې مرکزي واکمني ټينګه کړه، حفتر سوډان ته وتښتيد چې اوس د پوځ په مقابل کې د چټک غبرګون له ياغي شوې مليشې سره مرسته کوي.
ترکيه دې بې اردوغانه نشي!
ترکان بايد په دې حساس وخت کې د ولسمشر اردغان ملاتړ وکړي او ترکيه وژغوري،
که خداي مه کړه اردوغان ماته وخوړه او سيال يې بريالی شو؛ نو د اسلام او ترکيې په ګټه د ولسمشر اردوغان شل کلنې لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي او ترکان به يو ځل بيا د لوېديځ تر تسلط لاندې راشي.



