پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ملي وحدت د بقا او پرمختګ ضامن..!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 8, 2023
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
319
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

اسلام له هر بل دين او مذهب څخه زيات قومي، ژبنی او سمتي توپير او تبعيض رد کړی او خپل پيروان يې وحدت، دوستۍ او همکارۍ ته هڅولي دي. اسلام ټول مسلمانان په خپلو منځو کې وروڼه بولي او او ټولنيزو ګټو ته پر شخصي هغو ترجيح ورکوي.
افغانستان د مختلفو قومونو ګډ کور دی، د قومونو، ژبو، رنګونو او کلتورونو بېلوالی طبيعي خبره او د هيواد ښايست دی، دغه طبيعي بيلتون بايد ددې لامل نشي، چې ملي وحدت مو زيانمن شي او تر منځ مو نفرتونه او دښمنۍ پيدا شي.
موږ بايد دغه تريخ واقعيت ومنو، چې په تېرو څلورو لسيزو کې نړيوالو او ځينو سيمه ییزو استخباراتي سازمانونو د خپلو ګټو او اهدافو لپاره زموږ له قومي، سمتي او ژبنيو توپيرونو ډېره ناوړه ګټه پورته کړې. افغان ملت د سمت او قوم په نومونو ويشل شوی او بيا يې تر خپل منځ خونړيو جګړو او دښمنيو ته لمن وهل شوې.
تېرو شلو کلونو کې امريکايي اشغالګرو او د هغوی اجيرانو ډېر کوښښ وکړ، چې د اشغال د دوام او د خپلو سياسي ګټو لپاره افغان ملت سره وويشي، ان د ملت له منځه هم ځينو پرديپالو کسانو د تجزيې او تقسيم ډنډورې وغږولې، د امريکا اوسني ولسمشر جوبايډن هم په ډېر څرګند ډول وويل، چې افغانستان د يو مرکزي حکومت له لوري نشي اداره کېدی او د ثبات لپاره بايد په څو برخو او وړو حکومتونو وويشل شي.
خو الحمدلله د الله تعالی په ځانګړې مرسته او د اسلامي امارت په مشرۍ په اوږدې مبارزې د اشغالګرو او نړيوالو استخباراتي سازمانونو ټول سازشونه ناکام شول، دلته يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام حاکم شو، ملوک الطوائفي او سيمه ییزې واکمنۍ له منځه ولاړې او سرتاسري امنيت تامين شو.
افغانان دې له تېر څخه عبرت واخلي، نور بايد د پرديو سازشونو ښکار نشي، ملي وحدت ټينګ کړي، ټول بايد په ګډه د متحد او ودان افغانستان لپاره هڅې وکړو. ملي وحدت او يووالی مو د بقا او پرمختګ ضامن دی. حکومت او ملت دواړه بايد د ملي وحدت د ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.
ددې لپاره چې ملي وحدت ټينګ شي، حکومت او ملت بايد يو لړ مسئوليتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي:
حکومت دې ټولو افغانانو ته د قوم، سمت او ژبې له توپير پرته د استعداد او وړتيا له مخې په حکومت کې د ګډون زمینه مساعده کړي او د اړتيا او ضرورت له مخې دې په ټولو ولايتونو کې په شفاف ډول پرمختيايي پروژې پلې کړي.
ملت هم بايد په ټول توان له حکومت څخه ملاتړ او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي، د قوانينو په تطبيق کې دې خپل مسئوليت ترسره کړي او د شخصي او سمتي ګټو پر ځای دې ملي ګټو ته ترجيح ورکړي. که حکومت او ملت په دې برخه کې خپل-خپل مسئوليت په سمه توګه سرته ورسوي، ډېر ژر به مو هيواد اباد او د سيالانو سيال شي.

لوی ټکي: پرمختګضامنمليوحدت
مخکینې مطلب

ترکيه دې بې اردوغانه نشي.!

بل مطلب

متقي: افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com