متقي: افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ثور، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلام اباد د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په مرکز کې ویلي، چې چین، پاکستان او افغانستان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې، چې د یو بل خاوره او فضا به د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې هيڅ تروریستې ډله نشته او نه به په خپله خاوره کې ځای ورکړي. د ده په خبره چې د افغانستان خاروه به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.



