د ایران پارلمان: د هلمند اوبه باید د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې نه کړي

 کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ ثور، ۱۴۰۲ل)

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې په اړه ویلي، د دغه هېواد د اوبو د حق په هکله لاسلیک شوی تړون د دواړو هېوادونو د ګاونډیتوب د اوږد تاریخ یوه برخه ده او باید زیان ورته و نه رسېږي. نوموړي د پارلمان په غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په ‌دې برخه کې د ایران مثبتې ارادې ته رغنده ځواب ورکړي او په افغانستان کې د اوبو د کافي ذخیرو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د جدي ستونزې د رامنځ‌ته کېدو مخه ونیسي. خو د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران حق‌ابې ته ژمن دي.

مربوطه مطالب

Back to top button