مکسیکو کې د وسله‌والو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ ثور، ۱۴۰۲ل)

د مکسیکو د کالیفورنیا ایالت په «انسنادا» ښار کې د موټرو په یوه نندارتون کې د وسله‌والو لخوا د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

دا پیښه پرون د شنبې په شپه رامنځته شوې او د دې ډزو په پایله کې نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې ډزې د وسله‌والو کسانو د یوې ډلې لخوا د «کاچانیلازو» په نوم کلنۍ دوه ورځنۍ سیالۍ کې شوې.

همدارنګه د مکسیکو ایالت چارواکو ویلي چې د دې پېښې د جزییاتو په اړه پلټنې روانې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې کومې ویډیوګانې چې خپرې شوي ښودل کېږي چې د ډزو له امله کورنۍ تښتي.

مربوطه مطالب

Back to top button