د فلسطیني ماشومانو او تنکیو ځوانانو د شهادت ټکان ورکوونکي احصایې په ډاګه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ جوزا، ۱۴۰۲ل)

صهیونیسټي رسنیو د فلسطیني ماشومانو او تنکیو ځوانانو د شهادت ټکان ورکوونکي احصایې خپرې کړي دي او ویلي یې دي چي د روان کال له پیله تر اوسه ۲۸ فلسطیني ماشومان او تنکي ځوانان د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو شهیدان شوي دي.

د دغو ورځپاڼو په وینا؛ دغه فلسطیني ماشومان او تنکي ځوانان د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو په جګړو کي شهیدان شول.
په ورته وخت کي؛ د فارس خلیج د همکارۍ شورا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چي په اشغال شوي بیت المقدس کي د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټانو حملې بندې کړي.

د فلسطین د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د شهیدانو شمیر او د فارس خلیج د همکارۍ د شورا له خوا د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټانو د حملو د بندولو غوښتنه په داسې حال کي ده چي د دغه رژیم د پوځ په څنګ کي د صهیونیسټانو د نیواکګرانو حملې زیاتې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button