کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني سرپل ولايت ته د سفر په ترڅ کې سيمه ييزو چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو استازو په غونډه کې ګډون او وينا وکړه.د يادې غونډې پيل کې د سرپل مرستيال والي محمد نادر حقجو د خليفه سراج الدين حقاني د سفر له امله مننه وکړه او سرپل ته ورتګ او هلته يې له خلګو سره ليدل د امنيتي وضعيت د ډاډمنتيا قوي دليل وباله.ورته مهال خليفه سراج الدين حقاني وويل: (( بهرنيانو ملي وحدت ته زيان ورساوه او بې اعتمادي يې جوړه کړه؛ خو زموږ د ولس د ملي عزم په نتېجه کې د وخت واکمنې امپراطورۍ او نورو يرغلګرو هېوادونو لښګرو ماتې وخوړه.))
حقاني زياته کړه، چې زموږ ترمنځ نفرت د دښمنانو پاشلي زهر دي او موږ بهرنيانو د دې لپاره پاشلي وو، ترڅو اشغال يې دوام ومومي، خو دوی لاړل، آزادي راغله او شريعت نافذ شو.
ده وويل، چې په اسلام کې تعصب او جلاوالي حرام دی، موږ بايد هغه وحدت لرو، چې خپل مبارک دين راښودلی دی.د کورنيو چاور وزارت سرپرست دغه راز وويل: (( هغوی چې پرديو سره يو ځای د خپلو افغانانو په کورونو ورننوتل، وطن او آزادي يې معامله کړه، هغوی سره يو ځای لاړل، اوس يې هم د تاريخ او آخرت پېټي ډېر درانده دی، نور دې زموږ مؤمن ملت ته د بهرنيو د خوشحالولو لپاره د بدو ورځو هيلې نه کوي او نه موږ اجازه ورکوو ،چې هغه ترخې خاطرې بيا راژوندۍ شي.))خليفه سراج الدين حقاني د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل، چې د وطن د آبادۍ او نظام د استحکام په خاطر را سره مشورې او وړانديزونه شريک کړی او زه به يې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله اړوند مسايل تر هغه ور ورسوم.نوموړي زياته کړه، چې هېچا ته د زورواکی اجازه نه ور کوو او نه بايد حاکم له واکه غلطه استفاده وکړي.هېره دې نه وي، چې خليفه سراج الدين حقاني وړمه ورځ هم فارياب ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو استازو سره ليدلي وو.
















