کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ جوزا، ۱۴۰۲ل)
په ناروې کې د افغانستان د وضعيت په هکله د اوسلو غونډې په نامه يوې غونډې په کار پېل وکړ. د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې انېکن هويټفلډ ويلي، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي او ځينې مدني فعالان ګډون لري او ټاکل شوې ،چې په دې غونډه کې د نړيوالې ټولنې په وړاندې د حکومت کړنې وڅېړل شي. مېرمن هويټفلډ ويلي ،چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده. تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره دافغان حکومت کړې ژمنې هم وارزول شي. بله خوا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر رئيس د حکومت د استازي حضور او د افغانانو د بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي. په دې غونډه کې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي خان دراني ګډون کوي.دغه راز ،د سياسي چارو شنونکي بيا په دې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو شتون ته په اشارې وايي، چې دا ډول ناستې کولای شي چې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيکې لا ورغوي. د سياسي چارو شنونکي هدايت الله پکتين ياده غونډه ګټوره بولي، خو ټينګار کوي نړۍ بايد له اسلامي امارت څخه هغه غوښتنې ونه کړي چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې او افغانانو ته د منلو وړ نه وي. (( زما په نظر دا ډول غونډې به د نړۍ او اسلامي امارت دواړو لپاره ګټورې تمامې شي ،ځکه چې په دې غونډه کې د نړۍ او اسلامي امارت استازي ګډ بحث کوي. دا کولی شي له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل رامنځته کړي.))د سياسي چارو بل شنونکي شېر حسن حسن وايي، که د افغانستان د وضعيت په اړه د نړۍ په هر ګوټ کې غونډه تر سره کېږي دا غونډې له ګټو خالي نه وي. (( دواړه لوري هغه وخت تعامل ته رسېږي چې همدا ډول غونډې جوړې شي او په دې غونډو کې د نړۍ نظر اسلامي امارت ته او بر عکس د دوی نظرونه نړۍ ته وړاندې شي. دا ښه خبره ده، چې نړيوال له افغانستان سره مثبت تعامل ولري او اسلامي امارت ته هم په کار ده ،چې د نړۍ هغه غوښتنې ومني، چې د افغانستان ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په تکر کې نه وي.))
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه په ځېنو هېوادونو کې غونډې شوې وې، خو د پام وړ پايله يې نه ده ورکړې.
















