خيبرپښتونخوا: د پيښور پشمول مختلفو ښارونو کې د شديد باران له امله ۷ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د تیز باد او باران له امله اووه کسان مړه شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، چې د خېبرپښتونخوا په ښارونو پېښور، بنو، لکي مروت، ډي آئي خان او مانسهره کې د تندر او طوفاني باران له امله دوه دیوالونه او چتونه غورځېدلي چې له امله یې اووه کسان مړه او شاوخوا ۷۱ ژوبل شوي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې نن به د خېبرپښتونخوا، پنجاب او کشمير په ځينو ځايونو کښې د تيزو هواګانو سره ممکن شديد بارانونه
وشي.



