مجاهد: د افغانسنان په اړه د اسټراليا يي انستيتيوت دکلني راپور موندنې حقيقت نه لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

اسلامي امارت د اسټراليا د اقتصاد او سولې انستيتيوټ د کلني راپور د موندنو په غبرګون کې ويلي، چې د نړۍ د ناامنو هيوادونو د نوم ‌لړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نه‌ دی. د د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد ټينګار کوي ،چې په هيواد کې ترهګريزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټيټې شوې او په‌دې اړه د دې انستيتيوټ موندنې ناسمې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسټراليا د اقتصاد او سولې انستيتيوټ، په‌خپل کلني راپور کې، افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هيوادونو کې د نړۍ د تر ټولو ناامنه هيواد ياد کړی دی. د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې، افغانستان، ليبيا او عاج سواحل د هغو ۵ هيوادونو په نوم‌لړ کې راغلی، چې د سولې په برخه کې يې ښه پرمختګ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button