کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت پرون ويلي، په دې هيواد کې د اعتراضونو د پرلهپسې څلورمې شپې پر مهال پوليسو ۹۹۴ کسان نيولي دي. لا وړمه شپه ۹۱۷ کسان نيول شوي وو. دغه اعتراضونه وروسته هغې پيل شول، چې يو زلمی په خټه الجزايري دی د پوليسو له خوا ووژل شو.وړمه شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسايط ورسره وو او د پوليسو ځينې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراريو د کرارولو لپاره وګومارل. تېره سې شنبه د پلازمېنې پاريس په څنډه کې د نايل په نامه يو ۱۷ کلن زلمی، چې په خټه الجزايري دي، د يوه پوليس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.


















