کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
په افغانستان کې د سویډن هېواد د فعالیتونو د متوقف کیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
وروسته له هغه چې په سویډن هیواد کې د الله جل جلاله د نجات بښونکي کتاب قران کریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي.
د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هېوادونو څخه هم غواړي چې د سويډن د ګستاخانه عمل په وړاندې له هغه هېواد سره په خپل تعامل غور وکړي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۴/۱۲/۲۳هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۰هـ ش ــ 2023/7/11م