کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ الحديث مولوي نداء محمد نديم وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې له افغانستان سره په تحصيلي برخه کې د ياد هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي نديم په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو تر منځ نېږدې اړيکو ته په اشارې سره، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکادميکو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.نوموړي د پاکستان له سفير څخه غوښتنه وکړه، چې په ياد هيواد کې د افغان محصلينو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، افغانستان ته د تدريس په موخه، په ځانګړي ډول افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ته د پاکستاني استادانو رالېږلو په برخه کې همکاري وکړي او د ځينو نورو موضوعاتو پر سر يې له يو بل سره خبرې وکړې.په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني وويل ،چې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت غوښتنې به د خپل هيواد اړوندو ادارو سره شريکې او څاري.نوموړي زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی کابل ته راشي او له هغه سره به هم ياد موضوعات شريک کړي.د افغانستان لپاره د پاکستان سفير ژمنه وکړه، چې د يادو موضوعاتو د ښې څارنې په موخه به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د لوړو زده کړو سرپرست وزير د ليدنې زمينه برابره کړي.


















