کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
اسلامي امارت په هيواد کې د ورستيو اورښتونو او سېلابونو له کبله له ځپل شويو کورنيو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له يادو کورنيو سره د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته د ټولو امکاناتو د کارولو امر کړی دی. د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې (په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ميدان وردګو جلريز او د کابل ولايت پغمان ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې د سېلابونو له امله زموږ ګڼ شمېر هيوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.)مجاهد زياته کړې، چې (د معلوماتو له مخې يوازې د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې زموږ۱۲ تنه هېوادوال شهيدان او تر ۴۰ پورې نور نادرکه شوي دي او يو لړ مالي زيانونه هم اوښتي دي.)په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې اسلامي امارت د دې پېښې له امله د تلف شويو کورنيو او خپلوانو ته تسليت وايي، شهيدانو ته جنة الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.
سرچينې زياته کړې، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه او مرسته کونکي مؤسسات دې د يادو سيمو خلکو ته په عاجله توګه خپلې مرستې ورسوي او د متضررينو د درملنې او سرپنا پيدا کولو لپاره دې خپل ټول امکانات وکاروي.
















