کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د ترکیې په شمال کې له ۲۰۱۶م کال راهیسې د کردي وسله والو پر ضد د زمري د پنجې په نوم د ترکي ځواکونو ځپونکي عملیات روان دي ولسمشر اردغان له سوریې د وتلو په ادړه د ولسمشر اسد غوښتنه رد کړې ده.
ولسمشر اردغان بشارالاسد سره د لیدنې کتنې په اړه د نوموړي غوښتنه منلې ده؛ خو په خبره یې د خبرو په اجنډا کې به له سوریې د ترکي ځواکونو د وتلو په اړه د بشارالاسد غوښتنه نه وي شامله ځکه سوریه کې د ترکیې د خلکو او حکومت وسله وال مخالفین اوسیږي او دوی حق لري پر وړاندې یې عملیات ترسره کړي.
د نوموړي په خبره سوریه کې یې عملیات بریالي پرمخ روان دي چې په پایله کې یې تر اوسه ۵۹۰۰ کردي وسله وال وژل وي او زرګونه نور نیول وشوي دي.
د ولسمشر اردغان په خبره په سوریه کې یې د کردانو مقاومت ځپلی او اوس نه شي کوالی د ترکیې په داخل کې بریدونه وکړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر اردغان به په نیږدې راتلونکي کې په تهران یا ریاض کې د سعودي او ایران په منځګړیتوب بشارالاسد سره وویني.