ټولګټو چارو وزارت: د کانونو په بدل کې د لسګونه کیلومټره سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د ټولګټو وزارت وايي، د کانونو په بدل کې په هېواد کې د بېلابېلو ولایتونو تر منځ په اساسي توګه د لویو لارو د جوړولو چارې دوام لري.
د یاد وزارت چارواکو نن دوشنبه کابل کې ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د کابل ـ کندهار لویې لارې د میدان وردګو له دراني تر غزني ۸۰ کیلومټره په اوږدوالي او دغه راز مقرـ کلات، کلات ـ شهرصفا او له شهرصفا تر مانجه پورې د کانونو په بدل کې جوړیږي.
دوی زیاته کړه چې تېر کال یې د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل کړی او په خبره یې د ۵۲۷۸ کیلومتره سړک سروې کړې او د ۲۰۹ کیلومترو په اندازه سړک ډیزاین شوی دی.
د یاد وزارت د تدارکاتي چارو مرستیال زمان الدین حبیبي وايي، تېر کال یې د هېواد په ۵ زونونو کې لابراتوارونه فعال کړي او د ساختماني موادو د ازمایښت کچه له ۴ ډولو څخه ۴۰ ډولو ته پورته شوې ده.
که څه هم تېر کال د سالنګ د ۳۰ کیلومټره لارې د ترمیم پرانیسته وشوه مګر د ترمیم چارې یې بېرته وځنډېدې خو د ټولګټو وزارت وايي، سږکال یې د سالنګ د ۳۰ کیلومټره سړک د جوړولو پر ځای په اساسي توګه د سالنګ ۸۰ کیلومټره لویې لارې د جوړولو چارې پرانیستې.
هاخوا د همدې وزارت د تخنیکي چارو معیین مولوي عبدالکریم فاتح ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو چارې هم پیل شي.
که څه هم د چارو ماهرین د لوړتناژ باروړونکو موټرو تګ راتګ د لویو لارو د خرابوالي لامل ګڼي خو د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، له ټاکلې اندازې څخه د لوړتناژ بار وړونکو موټرو د مخنیوي او د سړکونو د خوندیتوب په موخه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۴۱ تلې فعالې کړې او په راتلونکي کې په ۳۱ ولایتونو کې د ۷۶ نورو تلو د فعالولو پلان لري.



