کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې مځکې یې ویجاړې کړې دي. د خوراکي موادو نړیوال پروګرام وايي، د دوی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، وضعیت ارزوي څو زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکي موادو بېړنۍ مرستې ورسوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي څو اوښتي زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. وروستيو سېلابونو کابل، خوست، غزني، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار کې هم ځینې سیمې ځپلي، خو تر ټولو دروند زیان یې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې اړولی چیرې یې چې یې د ځايي چارواکو په وینا د تندورې کلي کې لږ تر لږه دېرش کسان وژلي، ۱۵ نور یې ټپیان کړي او ګڼې نورې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي
















