اسلامي امارت د سېلاب ځپلو له کورنيوسره نغدي مرسته وکړه

 کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع وړمه ورځ د ميدان وردګو د جاني خېلو د سېلاب ځپلې ړسيمې له ليدو وروسته، د ياد ولايت د جلرېز ولسوالۍ د تکانې سېلاب ځپلې سيمه هم له نږدې وليده. نوموړي د سېلاب کورنيو د قربانیانو له سره په کتنه کې وويل، چې د تسليت او غمشريکۍ لپاره ورغلی او له زيانمنو شويو کورنيو سره به مرستې وکړي او خيريه مؤسسې به هم سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره وهڅوي.نوموړي د شهيدانو کورنيو ته د عاليقدر اميرالمؤمنين او د رئيس الوزرا تسليت څرګند کړ او ويې ويل: ((خوښ يو، چې خلک سېلاب ځپلو ته پر وخت د مسئولينو له رسيدګي راضي دي.))
په دې کتنه کې نوموړي د هر شهيد له کورنۍ سره سل زره افغانۍ او هر ټپي سره د پنځوس زره افغانيو مرسته وکړه.وروسته د جلرېز ولسوال قاري صبغت الله وويل، چې په دې پېښه کې ۲۶ تنه شهيدان او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي. نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت مسئولين او خلک په دې پېښې غمجن دي او د اسلامي امارت د مقاماتو د لارښوونې پر اساس، چې ژر تر ژره بايد د قربانيانو کورنيو ته رسيدګي وشي، موږ په هماغو لومړنيو شېبو کې زيانمنو ته عاجلې مرستې ورسولې. په پای کې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال زيانمنو کورنيو سره د تسليت او غمشريکۍ ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت ټول مسئولين له تاسو سره ولاړ دي او د سېلاب ځپلو سيمو ارزونه دوام لري او پايله به يې په ليکلي ډول د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي، ترڅو د هغې پر اساس له زيانمنو سره لا زياتې مرستې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button