افغاني سرې مياشتې ميدان وردګو کې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، افغاني سرې مياشتې ټولنې په ميدان وردګو ولايت کې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو مرسته ويشلې ده.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی وايي، چې دغه مرسته د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۳۰۰ تازه سیلاب ځپلو کورنیو ته د سرې میاشتې له لوري ويشل شوې چې ۸ قلمه خوراکي توکي پکې شامل دي.

نوموړی زياتوي، په ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۱ قطۍ بسکوټ شامل دي.

څو ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې د سېلاب له امله سلګونه کورنيو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

مربوطه مطالب

Back to top button