کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۲ل)
اسلامي امارت له القاعده ډلې سره د اړيکو درلودو په تړاو د ملګرو ملتونو امنيت شورا وروستی راپور بې اساسه وباله. د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې القاعده ډله نشته او په دې تړاو د ملګرو ملتونو امنيت شورا خپور شوی راپور بې اساسه دی.هغه يو وار بيا ويلي، اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي ،چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يو څېړنيز راپور کې ويلي ،چې لاهم د اسلامي امارت او القاعدې ډلې ترمنځ نږدې اړيکې شته او دا ډله په افغانستان کې پټ فعاليتونه کوي.تر دې وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي، خو اسلامي امارت رد کړي دي.