ژباړن: فرقاني
کله چې ” صلاح الدين آيوبي “ د صليبيانو پر وړاندې د حملې تياری نيوه ، يوه زړه ښځه ورته راغله او ورته ويې ويل : حمله دې وځنډوه ، ناوې مې اميدواره ده ، نن يې اولاد پيدا کيږي ، که جنګ ونښت مور او ماشوم به دواړه
له منځه ولاړ شي ٠
صلاح الدين و منله ، امر يې وکړ ،چې حمله سبا ته وځڼډوﺉ
په سبا يې بيا زړه سهار وختي په منډه راغله او صلاح الدين ته يې وويل : د هغه خدای ( ج ) په خاطر ، چې ته باور پرې لرې ، بريد مه کوه ، زموږ ماشوم لا نه دی پيدا شوی ٠
صلاح الدين ورته وويل : ورځه ، نن هم بريد نه کوم ٠
له هغې خوا ، د صليبيانو قوماندانان ، چې دوې ورځې د صلاح الدين د حملې په انتظار وو ، حيران شول ، سيمې ته يې آستازی واستاوه ، چې د حملې د ځنډ علت مالوم کړي ٠
کله چې آستازی بير ته را ستون شو او د پيښې اړوند مالومات يې راوړل ، د صليبيانو قوماندان ورته وويل :
ورشه ! صلاح الدين ته ووايه ، چې له جنګ پرته ښار ته را ننوزي ، هغه لښکر ، چې په ښځه او ماشوم رحم کوي ، موږ ترې ويره نه لرو !!
دغه بريا دې ورته مبارک وي !!!