کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي سره له بريتانيې څخه راغلو علماوو سره وکتل.د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست راغلو مېلمنو ته تر هرکلي وروسته د هيواد په عمومي حالاتو خبرې وکړې او د اسلامي امارت تر پشپړ حاکميت وروسته يې د مثبتو بدلونونو لکه د ملي امنيت او ثبات تحکيم او اقتصادي پرمختګونو په تړاو رڼا واچوله او د مېلمنو سوالونو ته يې ځوابونه وويل او غوښتنه يې وکړه ،چې د افغانستان حقيقي انځور تر نړۍ او خپلو ولسونو ورسوي.نوموړي زياته کړې، چې په مولوي اميرخان متقي له نړيوالو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د بهرني سياست مهم هدف وباله.


















