د اوکراین جګړه؛ کیېف یوځل بیا پر مسکو د ډرون الوتکو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۲ل)

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ويلي‌، په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي دي. د سوبیانین په وینا یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و. د مسکو ښاروال وايي‌ دغه برید کې د ‘موسکوا سېټي کمپلکس’ د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې. هغه زیاته کړې چې څو نور ډرون الوتکې راغورځول شوې دي. له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د مسکو سیمه کې دوه اوکراییني‌ ډرونونه د هوايي‌ دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوي‌ دي. په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوي او کرېملین یې پړه پر اوکراین اچوي

مربوطه مطالب

Back to top button