اسلامي امارت د افغانستان په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور ستایلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۲ل)

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه‌شنبه د زمري ۱۰مه د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای په ۳۱مه نېټه راپور خپور شوي راپور ستاینه کړې ده.

په ياد راپور کې د افغانستان دننه په بېلابېلو اقتصادي برخو،د انفلاسیون کچې ټيټوالی، په هېواد دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی ، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی، د حکومت له لوري پر واردېدونکو خوراکي توکو تعرفه کموالي،په بانکي سیسټم کې پرمختګونو او نورو برخو باندې بحث شوی.

سرپرست حکومت یو ځل بیا غوښتي چې د افغانستان ګنګل شوې شتنمۍ ازاده کړي.

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور پرون دوشنبه خپور او په دې راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته اشاره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button