کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۲ل)
د اوکراین په “کریوي ریګ” ښار د روسیې له خوا په ترسره شویو هوایي او توغندیزو بریدونو کې د مړو شمیره ۱۷ او د ټپیانو شمېر ۷۳ تنو ته لوړه شوې ده.
د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زیلینسکي” پرون سهار په کریوي ریګ کې د روسیې د بریدونو په اړه په خپاره کړي پیغام کې ویلي: په هغه ځای کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري، چې د روسیې توغندي لګېدلي او په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کریوي ریګ ښار دفاعی شورا رئیس “الکساندر ویلکول” هم په ټولنیزو رسنیو کې په خپل پیغام کې ویلی چې په برید کې د ټپیانو شمېر ۷۳ ته رسېدلی چې ۸ تنه یې ماشومان دی.
زیلینسکي پرون سهار په خپله وینا کې خبر ورکړ چې د روسیې پوځ د کریوي ریګ او خرسون په ښارونو کې اپارتمانونه او د پوهنتون ودانۍ په نښه کړي او هلته یې ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر “ایګور کلیمینکو” تیره ورځ رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې د خرسون ښار په برید کې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته مهال د روسیې د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، که اوکراین پر روسیې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی هم کولی شي د اوکراین مهم ځایونه په نښه او له مینځه یوسي.


















