شنونکي: د باجوړ د حملې موخه د پاکستان نا امنه ښودل دي ترڅو د اسلام آباد نړیوال دوستان دغه هیواد ته له سفر کولو وویروي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال چې د باجوړ د وړمې ورځې په چاودنه کې د مرګ ژوبلې کچه په لوړېدو ده وروستي راپورونه وایي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته رسیدلی او ۱۵۰ نور ټپیان دي پاکستاني چارواکو تازه ادعا کړې چې چاودنه کې د سیمې استخبارات لاس لري او مقصد یې د چین په ګډون د هغو هیوادونو ویرول دي چې اسلام آباد سره دوستانه اړېکې لري.

که څه هم پاکستاني چارواکو د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی؛ خو وړاندې تر دې یې په خیبر پښتونخوا، کراچۍ، بلوچستان او ځینو نورو سیمو کې یې د ورته بریدونه پړه په هندوستان اچولې او ځینې هندي چاسوسان یې هم نیولي دي چې تر ځیړنو وروسته یې منلی چې دوی هڅه کوي پاکستان نا امنه وښیي او د اسلام آباد نړیوال دوستان دغه هیواد ته له سفر کولو وویروي.

د ویلو ده چې وړمه ورځ په داسې حال کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د دغه هیواد دستر سیاسي او مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام په یوه غونډه ځانمرګی برید وشو چې اسلام آباد ته د چین مرستیال لومړي وزیر سفر درلود او یو شمېر تړونونه یې هم پاکستاني چارواکو سره لاسلیک کړ.

که څه هم د دغه برید مسؤلیت د داعش ترهګرې ډلې منلی؛ خو د چارو د شنونکو په باور داعش ډله دومره ځواکمنه نه ده چې د بهرنیو استخباراتي کړیو له همکارۍ پرته دا ډول مرګوني بریدونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button