غیور ملت
صدقه مو چه چنار، چنار ځوانۍ کړې
راژوندۍ مو کارنامې هم پلرنۍ کړې
دين وطن باندې غیرت مو وظیفه ده
بیا ښکاره مو هغه مېنې لیونۍ کړې
چا چه سپک ځمونږ طرف ته دي کتلي
موږ جامې يی د بدن تڼۍ تڼۍ کړې
موږ په خټه افغانان مسلمانان يوو
ډیر په فخر مو قبولې قربانۍ کړې
کړاوونه مو زغملي فریاد نه کړو
د زړه غوښې مو اوبه مسافرۍ کړې
تاریخي افتخارات مو په نصیب شوه
چه ناکامې پالیسۍ مو د نړۍ کړې
چا دعوې د فرعونیت کړې دلته راغلل
د نیل رود باندې لاهو مو ککرۍ کړې
هئ افسوس چه تکبر مدام ځپلې
په خپل لاس مو تباه کړي کاميابۍ کړې
خدای د وکړې چه دا ځلي فکر وکړو
عبرت واخلو رانه هیرې پرونۍ کړې
دعمل توفیق له خدایه ځنې غواړو
دعوې ټولې مو عمل کې ريښتنۍ کړې
ګورۍ پام چه د ملت ازار وانخلئ
ګينی بيا به ملامت پښیمانۍ کړې
ربه تاته مو دا سوال دی ته یی قبول کړه
زړه تورن مو له سرزورې ناړامۍ کړې
څومره لوی نعمت الله رانه نصیب کړ ی
خدایه بچ مو له کفران او ناشکرۍ کړې
شاعرانو مو ادا خپل مسؤلیت کړ
طلایی کبیر هم جوړ شعر او لنډۍ کړې


















