عمران خان: د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو خبرې له حقیقت څخه لرې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر “عمران خان” د افغانستان په تړاو د لومړي وزیر شهباز شریف او بلاول زرداري خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی د امریکا په خوله خبرې کوي او څرګندونې یې حقیقت نه لري.

د عمران خان په خبره افغانستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځیږي او هیڅ امکان نلري چې افغانستان کې واکمن “طالبان” دې په پاکستان د بریدونو لپاره کومې وسله والې ډلې ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړي.

د عمران خان په خبره ستونزې د پاکستان په دننه کې دي او حکومت ته ښایي چې د خپل بام واوري په نورو وا نه چوي.

نوموړی زیاتوي” شهباز شریف او بلال ول زرداري” د امریکا په خوله خبرې کوي خپل دریځ نلري او باید له پارونکو څرګندونو ډه ډه وکړي.

عمران خان زیاته کړې چې د ګوند سیاست یې د افغانستان په هکله مثبت دی: موږ په افغانستان کې سوله او له واکمنو طالبانو سره د ښو او مثبتو اړېکو غوښتونکي یو.

د ویلو ده چې عمران خان د پیغور په ډول بلاول زرداري ته ویلي چې په اوونۍ کې یوځل د خپل بادار ټاټوبي امریکا ته سفر کوي؛ خو خپل ګاونډي هیواد افغانستان ته یې تر اوسه یو سفر نه دی کړی ځکه چې بادار امریکا یې اجازه نه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button