پاکستان: د اورګاډي د اوښتو پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، په پاکستان کې د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.‌

دغه پېښه د پاکستان د سېند ایالت په شنغر ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې يو اورګاډی د کراچۍ نه د خېبر پښتونخوا هزارې حویلیا ته روان و چې په نواب شاه سیمه کې له پټلۍ ښویېدلی.

چارواکي وايي، لس واګونه له پټلۍ وتلي دي.

تر اوسه د پېښې اساسي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د پاکستان د ریل محکمې وزیر خواجه سعد رفیق اندېښنه ښودلې چې دا د ترهګرۍ پېښه هم کیدای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button