چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د پاکستان خلکو ته د عمران خان خطاب: له غلامي څخه تر ازادي پورې اعتراضونو ته دوام ورکړئ

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 6, 2023
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
13
ځلې شریک شوی
164
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۲ل)

 د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د شنبې په ورځ، اګست پنځمه (زمري ۱۴) په یوه دمخه ثبت شوې ویډیو کې د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې تر نیول کیدو او زنداني کیدو وروسته یې باید تر هغه اعتراض وکړي چې له “غلامۍ څخه ازاد شي”.

د عمران دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې خپرې شوې چې د لاهور پولیسو د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر وروسته له هغه ونیو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د ډالۍ اخیستو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.

عمران خان په دغه ویډیويي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي: “کله چې دا پیغام تاسو ته رسېږي، زه به نیول شوی او په زندان کې یم. یواځنی څیز چې زه له تاسو څخه غواړم دادی چې په خپلو کورونو کې غلي مه کېنئ. دا ټوله مبارزه زما لپاره نه، بلکې خپل ملت چې تاسې یاست، کوم.”

د پاکستان پخواني صدراعظم همداشان ددغه هیواد خلکو ته په خطاب کې ویلي چې ”دا مبارزه ستاسو د نسل لپاره ده. که د خپل حق لپاره ونه دریږئ، تاسو به د یو مریي په څیر ژوند وکړئ. پوه اوسئ، مریان ژوند نه لري.”

ښاغلي خان په دغه ویډیویي پیغام کې دا هم ویلي، چې د پاکستان خوب و خیال د “لا اله الا الله” شعار دی او “معنا یې دا ده چې خپل سر پرته له لا اله الا الله څخه بل هیچا ته نه ټيټوو. لااله الا الله، مونږ د یو کس له غلامۍ څخه ژغوري.

د تحريک انصاف ګوند مشر د اسلام په صدر کې د حضرت محمد (ص) کارنامې ته په اشارې سره وويل چې د مسلمانانو پيغمبر د لومړي ځل لپاره په مدينه ښار کې دعدل او انصاف نظام ټينګ کړ.

عمران خان د پاکستان د اوسني حکومت په وړاندې د خپلې مبارزې په اړه وویل: “دا مبارزه د عدالت، ستاسو د حقونو او ستاسو د آزادیو لپاره مبارزه ده. تل په یاد ولرئ چې هیڅوک تاسو ته په بشقاب کې د ازادۍ وړاندیز نه کوي. [د غلامۍ] زنځیرونه پخپله نه لویږي، بلکې هغه باید مات شي.”

عمران خان د خپل هېواد له خلکو وغوښتل چې تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي تر څو چې خپل اساسي حقونه یې نه وي ترلاسه کړي او په ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې هغه حکومت غوره کړي چې دوی یې غواړي.

دغه پاکستاني سیاستوال همداشان د خپل هېواد اوسنی حکومت «مافیا» بللی او له خپلو پلویانو یې غوښتي، چې حکومت د هغوی له واکه وباسي.

عمران څو ورځې وروسته له هغه ونیول شو چې د راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اګست په نهمه نېټه د دغه هېواد د ملي پارلمان د منحلېدو لپاره چې ددې ارګان د کار له پای ته رسېدو درې ورځې وړاندې دي، ولسمشر عارف علوي ته سپارښتنه وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي، چې صدراعظم شهباز شریف دا معلومات په خپل ائتلافي حکومت کې د شاملو سیاسي ګوندونو د ملي پارلمان د غړو سره په یوه میلمستیا کې چې تیره شپه د هغوی په ویاړ د صدرات په ماڼۍ کې جوړه شوې وه شریک کړي دي.

د پاکستان د قوانینو له مخې که ملي پارلمان د خپلې قانوني مودې د پای ته رسیدلو دمخه ړنګ شي نو د پارلمان د ړنګیدو ۹۰ ورځې وروسته باید نوې ټاکنې وشي.

خو د پاکستان د اساسي قانون له مخې که چیرې پارلمان خپله ټاکلې قانوني موده بشپړه کړي نو باید ټاکنې د پارلمان د دورې پای ته رسیدلو ۶۰ ورځې وروسته ترسره شي.

رسنیو ته سرچینو ویلي، چې پخواني صداعظم عمران خان ددې پریکړې په خلاف د بیا غور لپاره د شنبې په ورځ خپل غوښتنلیک د اسلام اباد عالي محکمې ته سپارلی دی، خو د اسلام آباد عالي محکمې د هغه غوښتنه رد کړې ده.

پخواني صدراعظم عمران خان د اسلام اباد د لومړنۍ محکمې د قاضي همايون دلاور په اړه اندیښنه ښودلې وه او د اسلام اباد عالي محکمې څخه یې غوښتنه کړی وه، چې دغه قضيه دې د همايون دلاور د دیوان څخه یو بل دیوان ته انتقال شي.

خو د اسلام اباد عالي محکمې د هغه دا غوښتنه رد کړه. د رپورټونو له مخې عالي محکمې ويلي و، چې د قضيو نورو دیوانونو ته انتقالیدل په محکمو د باور کمیدو سبب ګرځي.

عمران خان دوه شپې وړاندې په يوه وينا کې هم دده په قضیه کې د اسلام اباد د لومړنۍ محکمې د قاضي همايون دلاور د بیطرفۍ په اړه اندیښنې څرګندې کړې وې.

د روان کال د مۍ د میاشتې په نهم د پاکستان د احتساب د ملي ادارې “نیب” له خوا د مالي غبن په قضیه کې د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تحریک انصاف د ګوند د مشر د نیولو په خلاف لاریونونه وشو، چې په ترڅ کې یې یو شمیر پوځي او دولتي تاسیساتو ته زیان ورسید.

له دې مظاهرو وروسته، چې د تحریک انصاف د زرګونو پلویانو د نیول کیدو او د ځینو مشرانو د استعفا لامل شو، عمران خان، د مې په ۱۲مه (د غويي ۲۲) په ضمانت خوشې شو او له درې ورځو توقیف وروسته کور ته ستون شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې له ۱۵۰ تورونو سره مخامخ دی، څو ځلې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شوی دی.

دا هم ولولئ

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

لوی ټکي: خطابعمران خانلاریونونهملاتړي
مخکینې مطلب

پاکستان: د اورګاډي د اوښتو پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

بل مطلب

شېرمحمد عباس ستانکزي :افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نه‌شي کولي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرستیال ولسمشر: د هرمز پرانیستل او د یورانیمو بډای کول بندول د واشنګټن اساسي شرطونه دي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com