کابل ټکی کام (دوشنبه،۱۶ زمری، ۱۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي، افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولی.د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د لوړو زدهکړو او پوهنې له وزارتونو غوښتي، چې د پوهنې اصولو ته لا جدي پاملرنه وکړي او په اړه يې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.شېر محمد عباس ستانکزي ټينګار کړی، چې د جګړو په کلونو کې افغانستان د سيمې د هيوادونو پر پرتله د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې وروسته پاتې و او اوس، چې د امنيت خوندي چاپېريال رامنځته شوی؛ نو حکومت او نړيوالو بنسټونو ته په کار دي، چې دې سکتور ته پاملرنه ډېره او مرستې زياتې کړي.عباس ستانکزي په دې اړه ويلي: زه پوهېږم، چې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونه دې مسئلې (ښوونې او روزنې) ته ډېره پاملرنه لري. زه غواړم، چې دوی نور هم ورته پام وکړي او دغه راز هغه بنسټونه او موسسې، چې له بهره راځي؛ د دوی پاملرنه غواړم، چې د دې هيواد بچيانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره او له اړوند وزارتونو سره د آسانتياوو په برابرولو کې ډېره مرسته وکړي.ده زياته کړې، چې اوس په افغانستان کې د واک جزاير له منځه تللي او يو متحد نظام رامنځته شوی دی.د ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ له رامنځته شوې فضا څخه بايد د هيواد د ودې او پرمختګ لپاره اغېزمنه ګټه پورته شي.ده زياته کړې: نن په افغانستان کې د واک جزيرې نهشته؛ حکومت يو حکومت دی او مرکز د افغانستان په ټوله جغرافيه کې له سياسي او امنيتي لحاظه حاکم دی.
د دغه پروګرام په پای کې د اسلامي امارت د مسئولينو او د يوې کورنۍ موسسې ترمنځ د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې د همکارۍ هوکړه ليکونه هم لاسليک شول.
















