کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۲ل)
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د پوهنتون له استادانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل.په دې کتنه کې د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي الله محمد خبرې وکړې او ننګرهار ته يې د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.په ياده کتنه کې د خصوصي پوهنتونو په استازيتوب استاد احمد طارق خبرې وکړې او د نجونو د تعليم د پيل غوښتنه يې وکړه.نوموړي زياته کړه، چې افغانان بايد دې ته مجبور نکړای شي، چې خپلې لوڼې او خويندې بهر ته د تعليم په موخه واستوي، چېرته، چې موږ يې د محيط په جوړولو کې هېڅ رول نشو لوبولای.په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په دې کتنه کې وويل چې (ننګرهار د علم او کلتور کور دی، د علم او فن يو آدرس دی ستونزې او نيمګړتياوې شته، خو په صبر او حوصله به يې د له منځه تلو په موخه ګډ کار کوو.)) نوموړي د ننګرهار ولايت ديني عالمانو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو او عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله ) ته ورسوي.